سمنګان  ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه.

mew-admin
Sun, Dec 07 2025 11:12 AM
1

 

۱۵/۶/۱۴۴۷ هـ ق

د سمنګان ولایت  د اوبو او انرژي ریاست کې د دعوت او ارشاد غونډه د یاد ریاست د رئیس الحافظ مولوي محب الله عادل په مشري  او د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي گل الرحمن عارف او د ریاست د کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې موخه د دعوت او ارشاد غونډو ترسره کول او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ښه تطبیق و.

یاده دې وي چې د سمنګان د اوبو او انرژي ریاست کې هره ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د دعوت او ارشاد درسي غونډې ترسره کېږي چې پکې د جهاد، د عبادت اصولو او امر باالمعروف او نهی عن المنکر کتابونه تدریس کیږي.

د دعوت او ارشاد رئیس د سمنګان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو او کارمندانو ته په دې برخه کې اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu