هرات ولایت کې د باران اوبو څاګانو د کېندلو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم په هرات ښار کې د یوه تیلو ټانک په انګړ کې د باران اوبو څاه د کېندلو او د هرات د لوی جامع جومات په انګړ کې د پنځو کړیو باران اوبو څاګانو د کېندلو له بهیر څخه څارنه وکړه.
همدارنګه، ښاغلي عزیزي د هرات لوی جامع جومات له خطیب سره وکتل او د باران اوبو څاګانو د کېندلو طرحې د پليکولو، له اوبو سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې او په دې برخه کې د علماوو او روحانیونو د رول په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
