لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د ویجاړې شوې برخې د بیارغونې چارې د څه باندې ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې
د لغمان ولایت د مرکز اړوند په ګبري سیمه کې د پاچاجوی کانال د ویجاړې شوې برخې د بیارغونې چارې د ۹۰ زره او ۴۴ آمریکایي ډالرو په لګښت د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.
ښاغلي راشدي د نوموړې پروژې په پرانیست غونډه کې د هغې په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه پروژه ۶۰ متره اوږدوالی لري، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې چارې د اېف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
