د لښکرګاه ښار او مهاجرینو ښارګوټو د اوبو رسولو شبکې د رامنځته کولو په موخه د اوبیزو سرچینو د ټاکلو لپاره جیوفزیکي څېړنې ترسره شوې

mew-admin
Sat, Feb 07 2026 3:43 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست د سروې او اکتشاف ټیم د لښکرګاه ښار او د هلمند ولایت د باباجي، واشیر او نهرسراج ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د لښکرګاه ښار د امارتي اوبو رسولو شبکې د رامنځته کولو او د مهاجرینو ښارګوټو لپاره د اوبو چمتو کولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو مناسب او ډاډمنې سرچینې د ټاکلو په موخه د هایدروجیولوجیکي لومړنۍ سروې او جیوفزیکي څېړنې ترسره کړې.

User account menu