د پوهاوي پیغام

MEW-Media
۱

د ۱۴۰۵ لمریز روان کال غویې له ۲ نېټې څخه تر ۴ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل. د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او دهوا پیژندنې نړیوالو معتبروارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود-مرغآب، هلمند ، شمال ، کابل او پنج آمو) حوزو او اړوند سیلبرونو کې شوی دی. په ذکر شوو نېټو کې د تیزو اورښتونو او د واورو وېلې کېدلو له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (هرات، غور، بادغیس، ارزگان، زابل، جوزجان، سرپل ، فاریاب، بلخ، سمنگان، لوگر، میدان وردک، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننگرهار، لغمان، کنر، نورستان، بدخشان، تخار، کندز، بغلان او دایکندی) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري. په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي. يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

Latest announcements

Sun, Oct 04 2026 3:19 PM
Background image

REQUEST FOR PROPOSALS

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW) (As a Facilitator)

Funded By

Residents of the beneficiary . . .

Wed, Sep 16 2026 8:51 AM
Background image

Clarification#1 about Upgrading of Dahla Multipurpose Dam project

Assignment Title: Review, Verification and Technical Certification of the Detailed Design of Dahla Dam Raising, Two Spillway Packages, Six Saddle Dams and Associated Work

 

Project ID . . .

Mon, Sep 07 2026 4:10 PM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSION OF INTEREST

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW)

Funded By

Ministry of Finance of the Islamic Emirate of . . .

Back to announcements

User account menu