لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

mew-admin
Thu, May 14 2026 11:24 AM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له نږدې وڅېړل شول.

دغه پروژه چې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (اېف، ای، او) له لوري د څه باندې ۷۴ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت تمویلېږي.

یاده پروژه ۵۰۰ متره اوږدوالی لري چې موخه یې د سېلاب ځپلو سیمو ساتنه ده. د پروژې د تطبیق پر مهال ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې، چې د سیمې اقتصادي وضعیت په ښه والي او د بېکارۍ په کمېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.

مولوي شیرجان راشدي وویل، د سېلابونو د خطرونو مخنیوي او د خلکو د  جایدادونو خوندیتوب لپاره د ورته حفاظتي پروژو پلي کول حیاتي ارزښت لري. نوموړي ټینګار وکړ، چې ټولې چارې باید د تخنیکي اصولو او ټاکل شویو معیارونو مطابق ترسره شي، څو خلک ترې د اوږدې مودې لپاره ګټه واخلي.

بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د بولډروال په جوړېدو سره به کرنیزې ځمکې، کورونه او عامه تاسیسات د موسمي سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

User account menu