لوګر ولایت کې د دوو پروژو له چارو څخه څارنه وشوه

mew-admin
Wed, May 20 2026 9:35 PM
1

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰ هـ ش

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رياست تخنیکي ټیم د مرکز اړوند کمال خېلو کانال تحکيماتي  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې د اوبو اوانرژي وزارت  په مالي  لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې یې تراوسه پوري ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه راز د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د خروار ولسوالي  خواجه انګور کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې د ( یو، این، ایف،اې، او ) مؤسسې په مالي  لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې یې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu