خبرتیا !!!

mew-admin
اطلاعیه

د ځمکې لاندې د اوبو د کاروونکو چې د دغه مهم سرچینې څخه د سوداګرۍ، صنعت، کرهنیز او د اوبو رسولو موخو لپاره کاروي خبر ورکول کېږي چی د اوبو او انرژۍ وزارت غواړي ترڅو ټول یاد شوی کاروونکی ثبت او راجستر کړي.
په دی موخه د اړوندو ادارو استازو ګډ کمېټې چی د اوبو او انرژۍ وزارت، د ښار جوړولو او اراضی وزارت، د عامې روغتيا وزارت، د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون ادارې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کابل ښاروالی په ګډون جوړه شوې په پام کی لری ترڅو د کابل ښار د 22 ناحیو سروې وکری.
دا سروې به له لومړۍ ناحیې څخه تړ 22 ناحیې پورې دوام ومومي؛ نو د تولو شرکتونو او کاروونکو څخه غوښتنه کېږي ترڅو خپل معلومات او پته د ښاروالی اړوندو دفترونو سره شریک کړي ترڅو دوی د سروې څخه پاتی نشی.
همدارنګه د کابل تولو ښاریانو څخه غوښتنه کیږي چې د دې کاروونکو پتې د پیغام له لارې زموږ سره شریک کړي.
نوټ: کاروونکو د صنعتي شرکتونه، د معدني اوبو تولیدونکی، حمامونه، د لامبو حوضونو، د موټر وینځلو شرکتونو ، کروندګر، د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو، د یخ جورولو شرکتونو او داسې نور شامل دي.
د سروې پیل: د دوشنبې ورځ، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ 31، د کابل لومړی ناحیه

 

Latest announcements

Thu, Sep 04 2025 12:21 PM
Background image

Clarification about Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build).

Project Name: Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build)

Invitation No: NPD/MoWE/1404/ICB/W-2042                                      . . .

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Back to announcements

User account menu