د پوهاوي پیغام

MEW-Media
۱

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې له ۱۱ نېټې څخه تر ۱۳ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او سېلابونو د راوتلو اټکل.

د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د هوا پیژندنې نړیوالو معتبرو ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د کابل سیندیزې حوزې او اړوند سیلبرونو کې شوی دی. په ذکر شوو نېټو کې د تیزو اورښتونو او د واورو وېلې کېدلو له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د ننگرهار، لغمان ، کنر ، نورستان، خوست ، پکتیا او لوگر سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینو سیلبرونو کې شتون لري. په همدې اساس، له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.

Latest announcements

Thu, Sep 04 2025 12:21 PM
Background image

Clarification about Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build).

Project Name: Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build)

Invitation No: NPD/MoWE/1404/ICB/W-2042                                      . . .

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Back to announcements

User account menu