د اوبو او انرژي وزیر صاحب د کمال خان بند او لشکري کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه
۱۴۴۸/۴/۲۱هـ ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۲هـ ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په مشري د اوبو معین محترم انجنیر مجیبالرحمن آخندزاده، د نیمروز ولایت امنیه قوماندان، د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس قاري ملا عبدالهادي، د نیمروز ولایت مقام د دفتر رئیس، د وزارت یو شمېر رئیسانو او تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله د کمال خان بند له لومړۍ او دویمې کاسې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کمال خان بند د لومړۍ او دویمې کاسې وضعیت له نږدې وکتل شو، همدارنګه د نیمروز ولایت د خلکو د ستونزو د حل او د اوبو د مدیریت د لا ښه والي په موخه د عملي او تخنیکي حللارو په اړه لازمې ارزونې او څېړنې ترسره شوې.
ورپسې د لشکري کانال له ځینو سیمو څخه هم لیدنه وشوه، د کانال موجوده وضعیت او شته ستونزې له نږدې وارزول شوې او د ستونزو د حل او چارو د ښه تنظیم په موخه اړوندو مسؤلینو او تخنیکي ټیم ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
