په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې پروژې چارې د اسلامي امارت له بودجې څخه د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېدې، چې په مستقیم ډول ۵۰ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي او د ۱۷ هکتاره ځمکو د خړوبولو وړتیا لري.
