د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې
۱۴۴۸/۴/۲۹ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۰ هـ.ل
د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست د مسؤلینو له لوري د اندړو او ګیرو ولسوالیو له مسؤلینو او کروندګرو سره په بشپړې همغږي خوشې شوې.
همدارنګه، د یاد بند د اوبو تر خوشېکېدو مخکې د اوبو د غوره بهیدو په موخه د ټولو کانالونو پاکاري ترسره شوي او د اوبو د څارنې او عادلانه وېش په موخه ګډ ټیمونه هم جوړ شوي، ترڅو د اوبو د بېځایه لګښت مخنیوی وشي.
