په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل
د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د کنټرول او زېرمه کولو، د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي او د اوبو په برخه کې د سیمې خلکو د ستونزو د هوارولو په موخه جوړیږي، چارې یې ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغه چکډیم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي.
