له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده
۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا ولایت تر مرکز، ښرنې پورې د برېښنا د انتقالي مزي سروې او د برېښنا رسونې د توزیعي شبکې بنسټیزه سروې په چټکۍ روانه ده.
یاده سروې د اړوندو ولایتي ریاستونو په همکاري سره ترسره کېږي.
