د سمنګان ولایت د چلهمزار کانال پروژې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۶/۱۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۳ هـ.ل
د سمنګان د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د کښتنۍ دره صوف ولسوالي د چلهمزار کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه
د یادې پروژې چارې تر اوسه پورې ۶۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې هم په ښه توګه روانې دي.
یاد کانال ۲۰۰۰ متره اوږدوالی لري، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ ورڅخه ګټه واخلي او ۴۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.
