د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د کبرزان کانال سربند د ودانۍ بنسټ ډبره کیښودل شوه

mew-admin
Thu, Sep 12 2019 2:39 PM
اخبار

د کبرزان کانال سربند د ودانۍ بنسټ ډبره د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست انجنیر محمد ګل خُلمی لخوا د هرات ولایت والي ښاغلی عبدالقیوم رحیمي او د انجیل ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو په شتون کې کېښودل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې له یوشمیر پروژو څخه لیدنه وکړه، ښاغلی خُلمی پدی ولایت کې د پروژو د پلي کولو پروسې څخه خپل خوښی څرګنده کړه او وویل: د دغی پروژی د هر کانال د بشپړولو سره، کرنې چارو ته وده ورکوی او دندي رامینځته کوی. د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د درنو خلکو د ژوند وده او په پایله کې یې زموږ د ګران هیواد اقتصاد به وده وکړي.
په ورته وخت کې، سیمه ییزو خلکو د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دی پروژو د امنیت په برخه کې فعاله برخه به واخلي. د کبرزان کانال سربند د ۸ کیلو متره په اوږدوالی د 67 ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت د بودجه څخه به جوړ شی. د دی سربند د بشپړیدو سره، د ۳۰۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه خړوبیږی او هره ورځ په زرهاو متر مکعب اوبه د ضایع کیدولو څخه به مخنیوی وشي. اوس مهال د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د اوبو لګولو کانال یوشمیر ودانۍ د جوړولو چاری دوام لری. پدې پروژو کې د روان سفید کانال، د انجیل کانال، د جوی چودنګر د ګبیون کاری او په انجیل ولسوالی کې د جوی سر آسیاب مختار د ګبیون کاری شامل دي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu