دعبدالرحیمزي د کانال د کاري چارو څخه څار او لیدنه وشوه

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۱:۲۲
اخبار

د عبدالرحیمزي کانال د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالی دکلکوټ په سیمه کی موقیعت لري. د اوبو او انرژۍ وزارت دپروژو د انسجام د شرقی زون د فتر د تخنیکی انجینرانو له خوا د یاد کانال د پروژې دساختمانی چارو څخه په 28-01-2020 نیټه لیدنه وشوه او د تخنیکی اوصولو سره سم، د قراردادي شرکت انجینرانوته هراړخیزې لارښوونې وشوې. نوموړی کانال د اوبو لګولو شبکو، د بزګرانو د اغیزناکې ګټی اخیستنی، د لا زیاتو ځمکو د خړوبولو او د یادی سیمی د کرنیزو پیداوارو د زیاتیدو په موخه ترکار لاندې نیول شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د انسجام ریاست د چارواکو په وینا، دغه کانال د 2019 کال د جون په میاشت کی پیل او تر اوسه دوام لري چی د 2020 کال د نومبر په 5 نیټه به په بشپړ ډول پای ته ورسیږي. دې پروژه تربیارغونی مخکی 1900 هکتاره ځمکی خړوبولی، چې وروسته له رغونی به 1964 هکتاره ځمکی د خړوبولو توان ولري. دغه کانال 14.24 کیلومتره اوږدوالی لری چی 6580 کورنی به ترې ګټه پورته کري.
یاده پروژه چی د لویو پروژو په شمیرکی راځی، نو له همدی کبله د دی پروژې په جوړیدو سره به د نورگل شریف خلک د اوبو د کمښت څخه په دایمی توګه خلاصی ومومي.
ددغه کانال د بیارغونی چارې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند، د پروژو د انسجام ریاست له لوري د IRDP د پروژې له خوا پلې کیږی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

وزیر آب و انرژی از جریان کار پروژه کانال تیمور ولایت کندهار بازدید کرد

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب وزیر آب و انرژی، در جریان سفر کاری خویش به ولایت کندهار از روند بازسازی و پاک‌کاری کانال تیمور در ولسوالی میوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

کار پروژه چکدیم پانامه در ولسوالی محمدآغه ولایت لوگر ۱۵ در صد به پیش رفته است

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ش

محترم مولوی عبدالقدیم لیاقت عمر، رئیس حوزه فرعی دریایی لوگر، همراه با تیم تخنیکی از روند اجرای  پروژه چکدیم پانامه نظارت کرد و به مسؤلان مربوط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

آغاز کار ساخت یک پل بزرگ میان ولسوالی‌های پنجوایی و ژری ولایت کندهار

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

کار ساخت یک پل بزرگ میان ولسوالی‌های پنجوایی و ژری ولایت کندهار، توسط الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، وزیر آب و انرژی، آغاز شد.

مراسم افتتاح این پروژه با. . .

BACK TO NEWS

User account menu