د اوبو او انرژي وزارت او د عزیزي انرژي شرکت تخنیکي ټیمونو د پروژو د ساحو د څېړلو په موخه شمالي ولایتونو ته په سفر ولاړل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۷:۳۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو رئیس محترم انجینر فرهاد محمودی، د انرژي مشورتي انجینري چوپړتیاوو( واپیکا) رئیس انجینر اسماعیل عمار او نورو تخنیکي مسؤولینو د انرژي عزیزي شرکت تخنیکي ټیم سره بغلان، بلخ او جوزجان ولایتونو ته سفر وکړ.

له دغهٔ سفر څخه موخه د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې سره د انرژي پروژو د اجرا کولو په موخه د عملي اقداماتو د برابرولو لپاره د برېښنا انرژي د پروژو د ساحو څېړنه، د سرچینو څېړل او د برېښنا رسونې د ساحو مطالعات دي.

د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونو د خپل سفر په دوام کې د نوموړو ولایتونو له والیانو او مرستیالانو سره لیدلي او د محلي مسؤولینو په همغږۍ سره یې په بغلان ولایت کې د حرارتي برېښنا د پروژو له ساحو، په هغه ولایت کې د کرکر د ډبرو سکرو کان، په حیرتان بندر کې د برېښنا د تولید د پروژو د پلي کولو ساحې او په جوزجان ولایت کې د انرژي د تولید د سرچینو لرونکو ساحو څخه لیدنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې دغه تخنیکي ټیمونه به له اړینو څېړنو څخه وروسته خپل ګزارش د وزارت له رهبري سره شریک کړي، تر څو د هغه په اساس د وروستیو اقداماتو لپاره اړین تصمیمونه ونیول شي.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې د دغو تخنیکي ټیمونو سفر به نورو ولایتونو ته هم دوام ولري او نوموړي ټیمونه به د هېواد د شمالي ولایتونو څخه وروسته، بامیان او هرات ولایتونو ته د انرژي پروژو د مطالعې، د سرچینو څېړلو او ساحو په موخه هم سفر وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

کار پروژه تحکیم دو طرف دریای دهن جنگل در ولایت دایکندی با هزینۀ بیش از ۹ میلیون افغانی آغاز شد

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ. ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ش

کار پروژه اعمار دیوار استنادی به‌هدف تحکیم دو طرف دریای دهن‌جنگل در قریه قخور در ولسوالی پاتوی ولایت دایکندی با هزینۀ ۹ میلیون و ۴۰۰ هزار افغانی با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

کار لات نهم پروژه تحکیمات سواحل دریا در ولایت تخار ۳۷ درصد تکمیل شده است

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ش

کار لات نهم پروژه تحکیمات سواحل دریا در منطقه یتیم تپه در ولسوالی درقد ولایت تخار تاکنون ۳۷ درصد تکمیل گردیده است.

کار پروژه متذکره از بودجه امارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

کار پروژه چکدیم پامانه در ولایت لوگر ۹۰ درصد تکمیل شده است

۱۴۴۸/۵/۱۰هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰هـ.ش

مسئولین ریاست حوزه فرعی دریایی لوگر از روند کار پروژه چکدیم پامانه در ولسوالی محمد آغه نظارت نمودند.

کار پروژه متذکره ۹۰ درصد تکمیل شده و کار باقی. . .

BACK TO NEWS

User account menu