د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د آغاخان موسسې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۱۲
33

یاد مراسم چې د کابل په سرینا هوټل کي جوړ شوي وه، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري، شهرزاد هیرجي د آغا خان د پراختیایي شبکې سفیر، شادمان حاجي بیک اوف د آغاخان مؤسسې اجرایوي رئیس، د اوبو د سرچینو رئیس انجنیر فایزالرحمن عزیزي، د ګنو نورو وزارتونو لکه ښار جوړولو او ځمکو، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د هوايي چلند ملکي ادارې، د حوادثو پر وړاندې د مبارزې، د معادن او پټرولیم او د ټولګټو وزارتونو معینانو او متخصیصنو ګډون کړی وو.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري ددې مراسمو په بهیر کې د آغا خان مؤسسې، د پروګرامونو او فعالیتونو څخه چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې کړې دي، مننه وکړه او ددې دواړو ادارو تر مینځ یې د نورو همکاریو او همغږۍ باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه یې په ترسره شوو، کارونو چې په ښه ډول ترسره شوي، لکه د اوبو په برخه کې څېړنې، د سیلابونو، اقلیمي تغییراتو او همدارنګه یې د اوبو په اړه د معلوماتو پر شریکولو ټینګار وکړ.

دغه راز د آغا خان مؤسسې اجرایوي مشر شادمان حاجي بیک اوف پر تخنیکي همکاریو، د پروګرامونو پر تطبیق چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او آغا خان مؤسسې تر مینځ دې ټینګار وکړ، و یې ویل ددې هوکړه لیک په لاسلیک سره به د دواړو ادارو تر مینځ تخنیکي همکارۍ لا زیاته شي او د اوبو سرچینو مدیریت به

دا هوکړه لیک د دواړو ادارو تر مینځ د اوبه ایزو پروژو د لا پیاورتیا کولو اوبو د مدیریت، د سیلابونو او د وچکالۍ، واورو او یخچالونو، د معلوماتو په شریک کولو کې، د اوبه ایزو سرچینو پر تحقیقاتو، د تخنیکي تجریبو پر شریک کولو او موډلونو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یادولو وړ دی چې په دې مراسمو کې ورته هوکړه لیکونه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د هوايي چلند ملکي ادارې او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره هم لاسلیک شول.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

کار پروژهٔ چکدم شولک مربوط مرکز ولایت لوگر ۶۵ درصد به پیش رفته است

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ش

تیم تخنیکی حوزه فرعی دریایی لوگر از جریان کار پروژهٔ چکدم شولک نظارت نموده و به مسؤلان مربوطه رهنمودهای لازم را ارائه کرد.

کار این پروژه که با هزینه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

کار ساخت کانال و بند کوچک شیراباد در ولایت غزنی آغاز شد

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ش

کار ساخت کانال و بند کوچک شیراباد در ولسوالی قره باغ ولایت غزنی با حضور مولوی اطاعت صاحب نماینده خاص مقام ولایت، مولوی عبدالغفار آخندزاده صاحب رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

وزیر آب و انرژی از جریان کار پروژه کانال تیمور ولایت کندهار بازدید کرد

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب وزیر آب و انرژی، در جریان سفر کاری خویش به ولایت کندهار از روند بازسازی و پاک‌کاری کانال تیمور در ولسوالی میوند. . .

BACK TO NEWS

User account menu