د اوبو او انرژي وزارت کې د نویو کارکوونکو د ګمارنی شپږم پړاو آزموینه ترسره شوه

دا آزموینه د اوبو او انرژي وزارت په خالي بستونو کې کار کوونکو ته د کار د سپارلو او د مسلکي کارکوونکو د ګمارلو په موخه په لاره اچول شوې وه.
د دي پروګرام د پرانېستې په لړ کې چې د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم په کې ګډون کړی و، د دغه وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز هېواد ته د خدمت په ارزښت خبرې وکړې او دولتي دندې یې یو مهم مسؤلیت و باله.
ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز د غونډې ګډونوالو ته د تقوا او اخلاص سپارښتنه وکړه او ټول یې وهڅول چې په صادقانه توګه د هېواد خدمت وکړي.
د یادولو وړ ده چې د آزموینو په دې دوره کې څه باندې ۱۲۰ تنو ګډون کړی وو او که چیرې دوی د بریا نمرې ترلاسه کړي، نو د انرژي، سیول انجینري، معلوماتي ټیکنالوژي او GIS په برخو کې په دندو و ګمارل شي.