د اوبو او انرژي وزارت کې د نویو کارکوونکو د ګمارنی شپږم پړاو آزموینه ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۱۶:۵۵
۱

دا آزموینه د اوبو او انرژي وزارت په خالي بستونو کې کار کوونکو ته د کار د سپارلو او د مسلکي کارکوونکو د ګمارلو په موخه په لاره اچول شوې وه.

د دي پروګرام د پرانېستې په لړ کې چې د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم په کې ګډون کړی و، د دغه وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز هېواد ته د خدمت په ارزښت خبرې وکړې او  دولتي دندې یې یو مهم مسؤلیت و باله.

ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز د غونډې ګډونوالو ته د تقوا او اخلاص سپارښتنه وکړه او ټول یې وهڅول چې په صادقانه توګه د هېواد خدمت وکړي.

د یادولو وړ ده چې د آزموینو په دې دوره کې څه باندې ۱۲۰ تنو ګډون کړی وو او  که چیرې دوی د بریا نمرې ترلاسه کړي، نو د انرژي، سیول انجینري، معلوماتي ټیکنالوژي او GIS په برخو کې په دندو و ګمارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د (FAO) سازمان له عمومي مشر سره وکتل

د لغمان سیندزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي د (FAO) سازمان له عمومي مشر ښاغلي ریچارد ټرینچر سره لیدنه ترسره کړه....

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۶:۱۷
Background image

د پنج آموسیندیزې عمومي حوزې اړوند ولایتونو کې د  UNDP  دفتر د ۲۰۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د پروژو چارې پيلوي

د پنج آموسیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبي نن د خپل کار په دفتر کې د UNDP دفتر د شمال ختیځ زون له استازي سره وکتل....

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۳:۴۴
Background image

د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو په افغانستان کې د  FAO سازمان له عمومي مشر سره لیدنه ترسره کړه

د ننګرهار سیندیزې حوزې سرپرست ښاغلي مولوي سید محمد صادق هاشمي په افغانستان کې د  FAO عمومي مشر ښاغلي ریچرډ ټرینچر سره وکتل...

بیرته تګ

User account menu