د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند پروژې د قرارداد د نهایي کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Wed, Oct 26 2022 3:11 PM
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د مقام  اقتصادي سلاکار ښاغلي الحاج محمد حارث زرمتي تر مشري لاندې د وزارت د انرژي پروګرامونو رئيس، د تدارکاتو ملي ادارې، مالیې وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت د استازو او د قراردادي شرکت د مدیر په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د پروژې په ساحه کې  له پخواني قراردادي شرکت څخه د پاتې شویو ماشنیرۍ په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

یاد ټاکل شوی پلاوی و توانېد چې له یاد شرکت څخه  ۱۰۰۰۰۰  سل زره آمریکایي ډالر چې معادل یې ۸۸۰۰۰۰۰ اته میلیونه او اته سوه زره افغاني  کېږي، په یاده پروژه کې تخفیف لاسته راوړي.

User account menu