د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس د جاپان هېواد د پې ام اس موسسې له مسئولینو سره وکتل

mew-admin
Mon, Feb 05 2024 12:38 PM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د جاپان هېواد د پې ام اس موسسې له مسئولینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې د نوموړې موسسې مسئولینو د لعل پوري ولسوالي په سربند کلي کې د یو سربند د جوړولو په برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده کړه او د ننګرهار سیندیزې حوزې مسئولینو هم ورته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu