پروان ولایت کې د اوبو رسولو شبکو تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
Sat, Apr 19 2025 2:47 PM
1

د پروان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د آقا خان مؤسسې په همکاري سره د پروان ولایت د سیاه ګرد، شیخ علي، جبل السراج او کوه صافي ولسوالیو په سیمو کې د اوبو رسولو اوسنیو شبکو د وضعیت څېړلو او د نوي شبکو د رامنځته کولو په موخه تخنیکي سروې ترسره کړه.

د دغې سروې موخه د اوبو رسولو شبکو د کیفیت او وړتیا ارزول، د زیانمن شوو برخو پېژندنه او په راتلونکي کې د غوره طرحو لپاره د اړینو اطلاعاتو راټولول دي، چې د دغو عام المنفعه پروژو تر بشپړېدو وروسته به سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي او ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

User account menu