د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له مشرانو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۶:۱۸
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي له مشرانو سره وکتل او په هغه ولسوالي کې یې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې ، د زرمت ولسوالي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړل او په یادې ولسوالي کې یې د اوبو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په یاده لیدنه کې د زرمت ولسوالي د خلکو له یوالي او زحمتونو څخه په نیکي سره یادونه وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت په خپل راتلونکي پلان کې په پام کې لري ، ترڅو په پکتیا ولایت کې د اوبو بندونو د جوړولو پروژې پلي کړي چې اوسمهال یې  تخنیکي څېړنې او اړینې مطالعې جریان لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu