د تخار ولایت د دشت قلعې ولسوالي عمومي کانال ته د اوبو د بهیر مسیر بېرته ونښلول شو

د لاندنې دشت قلعې سیندیزې حوزې مسؤلینو د اوبو دګټې اخیستونکې ټولنې او د میرابانو په همغږي سره د نوې مسیر په کېندلو، د اوبو د بهیر مسیر د دشت قلعې ولسوالي عمومي کانال ته چې د کوکچې سیند د مسیر د بدلون له امله پرې شوی وو، بېرته ونښلول.
همدارنګه د یادې سیندیزې حوزې مسؤلینو د اوبو د کمښت پر مهال اوبو ته د مسیر ورکولو په موخه د اساسي ودانیو د جوړولو په موخه تخنیکي سروې هم ترسره کړه.