د پورتني هریرود- غور په سیندیزه حوزه کې په هرات ولایت کې د زلزلې د شهیدانو لپاره د قرآنکریم د ختم، فاتحې او دعا مراسم ترسره شول

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۱:۱۲
1

دغه مراسم د پورتني هریرود غور سیندیزې حوزې د رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر ریاست لاندې د دغه ریاست د ټولو کارمندانو په ګډون په هرات ولایت کې د زلزلې د شهیدانو لپاره د قرآن کریم د ختم، فاتحې او دعا په موخه ترسره شوه.

د دغې ناستې ګډونوالو، د خدای(ج) له دربار څخه یې د شهیدانو روح ته د بخښنې او رحمت غوښتنه وکړه او همدارنګه  د دغې پېښې ټپیانو ته یې د عاجلې او کاملې روغتیا غوښتنه وکړه.

همدغه راز، د غور ولایت د بیړنۍ کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د دغې حوزې کارمندانو هم یو مقدار نغدي پیسې را ټولې کړې او زلزله ځپلو ته یې د رسولو په موخه د دغه ولایت ولایتي کمېټې ته یې وسپارلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu