د شاه و عروس بند ۹۸ سلنه چارې پر مخ تللي دي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا په کابل کې د شاه و عروس بند چارې په چټکۍ سره روانې دي چې تر اوسه پورې یې ۹۸ سلنه چارې پر مخ تللي.
دغه بند د موسمي سیلابونو، اوبو لګولو، بريښنا تولید او د کابل ښار اوسیدونکو ته د څکلو پاکو اوبو برابرولو په موخه د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې جوړیږي.
دغه بند چې څه کم ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړيږي، د افغان دولت د ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره