ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ذخیروي کاسې او د یوه استنادي دېوال تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۴:۱۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د انجنیري ټیم د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالي اړوند د شفلوغ بند د ذخیروي کاسې او د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د یوه استنادي دېوال تخنیکي سروې ترسره او همدارنګه یې د دغه بند د رسوبي موادو نمونې د ازموینې په موخه واخیستې او د بند د ویجاړ شوو برخو څخه یې هم ليدنه وکړه.

همدارنګه  نوموړي ټیم په دغه ولایت کې د تورو چکډم مشاهداتي سروې او د چلم جای چکډم سروې هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده، چې شفلوغ بند اووه کاله مخکې د سیمې د اوسیدونکو له لوري په محلي ډول جوړ شوی و، چې د تېرو اورښتونو له کبله په بشپړ ډول ویجاړ شو

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu