بامیان ولایت کې د اوبو ګټې اخیستونکو د میټرونو نصب او مهرولاک کولو پروسه پیل شوه
د پورتني کندز سیندیزې فرعي حوزې(بامیان) رئیس الحاج ملا محمد داود علي له تخنیکي ټیم سره په بامیان ولایت کې د اوبو د بېلابېلو سکتورونو د مصارفو د مقدار سنجولو په موخه د اوبو پر څاګانو باندې،د اوبو رسوونکو شرکتونو،د حمامونو،د موټر مینځلو ځایونو،د هوټلونو، د آب بازي حوضونو،د مارکېټونو او د اساسي اوبو نورو ګټې اخېستونکو باندې د میټرونو د نصب او مهرولاک پروسه په عملي بڼه پیل کړه.
ښاغلي داود علي د اوبو ګټې اخېستونکو ته د اوبو د اهمیت په هکله خبرې وکړې، ټینګار یې وکړ چې اوبهٔ ملي سرمایه ده او د هغو سپما او ساتنه زموږ د هر یوهٔ ایماني او وجداني دنده ده.
