بامیان ولایت کې د نوې کېدو وړ انرژي سرچینو د دوو پروژو لومړنۍ سروې ترسره شوه
د مرکز د انرژي زون(بامیان) د آمریت تخنیکي ټیم د بامیان ولایت د یکه ولنګ-۲ ولسوالي په سوختګي او چهل برج کلیو کې د نوې کېدو وړ انرژي سرچینو د پروژو لومړنۍ سروې ترسره کړه.
د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د نوموړو کلیو اوسیدونکي له برېښنا انرژي څخه برخمن شي.