تخار ولایت کې د یتیم تپې کانال د ویجاړ شوې برخې د تحکیماتو بېړنۍ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۵:۲۹
1

د تخار ولایت د ینګي قلعې ولسوالي د یتیم تپې کانال د ویجاړ شوې برخې د تحکیماتو او د  آمو سیند د څنډو د تحکیماتي پشتې وروستۍ برخې پروژې د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو د رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړو پروژو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو ریاست تر څارنې لاندې پلي شوې دي.

User account menu