جمهوررئیس غني: د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو دې پیل شي.

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۱ - ۸:۳۹
mew

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابل سیند د مدیریت پروژې د کار د تعقیب غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د اوبو او انرژۍ، ترانسپورت، د ښار جوړولو او ځمکو وزارتونو، دکابل ښاروالۍ او د کابل ولایت مسوولینو د کابل سیند د مدیریت پروژې په اړه د خپلو کړنو راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.
یادومسوولینو وویل، د کابل د سیند هایدرولوژي او توپوګرافي کار او د دغه سیند په مسیر کې د ۱۶ پلونو ډیزاین بشپړ شوی او دغه راز وروسیتو سېلاب ځپلو سره چې کورونه یې ویجاړ شوي همکاري دوام لري.
د هېواد جمهوررئیس د مسوولینو اجرااتو او معلوماتو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اړوندو ادارو ترمنځ د کابل سیند د مدیریت پروژې د تطبیق په برخه کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده او له هغوی څخه یې د منظمو او اونیزو راپورونو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس غني د کابل سیند د مدیریت په خاطر د هغه د حریم تعین، تثبیت، تصفیه او د هغه د ساحې ډیزاین ارزښتناک وباله او وې ویل، د کابل سیند د پروژې مدیریت راتلونکو پړاوونو کې د پلانونو وضاحت ته اړتیا لرو.یادو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د احیا او بیا رغاونې پلان له بشپړیدو وروسته د مطبوعاتي کنفرانس له لارې په هغه اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي.
د هېواد جمهوررئیس د کابل سیند پروژې مدیریت کې د دخیلو بنسټونو مسوولینو څخه وغوښتل چې د کابل سیند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسي. هغه زیاته کړه هر ارګان لپاره دې بودجه واضح شي او د پروژې دویم پړاو دې عاجل پیل شي.
جمهوررئیس غني د دغې پروژې د ښې همغږۍ او مدیریت په خاطر د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د مدیریت پروژې عمومي مدیریت پر غاړه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu