خوست ولایت کې دوه سټاپ ګیچونه نصب شول

د خوست شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د خوست ولایت د مرکز اړوند د فارم باغ پر پل او د علیشیرو تریزیو ولسوالي اړوند د هارونخېلو پر پل باندې سټاپ ګیچونه نصب کړل.
له دغو سټاپ ګیچونو څخه به په راتلونکي کې د سیندونو د سیلابي اوبو د نورمال بهیر د ثبتولو، د کرنې لپاره د حقابو د تخصیص او د هایدرو تخنیکي او ټولګټو ودانیو د ډیزاین لپاره د هایدرولوژيکي ارقامو د تر لاسه کولو په برخه کې ورڅخه ګټه پورته شي.