خوست ولایت کې دوه سټاپ ګیچونه نصب شول

mew-admin
Wed, Nov 20 2024 4:09 PM
1

د خوست شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د خوست ولایت د مرکز اړوند د فارم باغ پر پل او د علیشیرو تریزیو ولسوالي اړوند د هارونخېلو پر پل باندې سټاپ ګیچونه نصب کړل.

له دغو سټاپ ګیچونو څخه به په راتلونکي کې  د سیندونو د سیلابي اوبو د نورمال بهیر د ثبتولو، د کرنې لپاره د حقابو د تخصیص او د هایدرو تخنیکي او ټولګټو ودانیو د ډیزاین لپاره د هایدرولوژيکي ارقامو د تر لاسه کولو په برخه کې ورڅخه ګټه پورته شي.

User account menu