خوست ولایت کې د نرګیسۍ چکډم د جوړېدو چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۹:۳۲
1

د خوست ولایت د علیشرو او تریزایې ولسوالي اړوند د قدمو سیمې نرګیسۍ چکډم د جوړېدو چارې د دوه میلیونه، یو سلو درې دیرش زره او اته سوه نولس(2133819) افغانیو په لګښت د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم، د علیشیرو او تریزایې ولسوال او یو شمیر نورو سیمه ییزو مسئولینو او قومی مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د خوست شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس د دغې پروژې د چارو د پرانیستې پر مهال د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې د یاد چکډم ارزښت ته په اشارې سره د یادې سیمې له اوسیدونکو څخه وغوښتل، چې د نوموړې پروژې د لاغوره پلي کولو او ساتنې په برخه کې دې له اړوندو مسئولینو سره همکاري وکړي.

یاد چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 25 متره په اوږدوالي، د تهداب په شمول د 6.5 متره په لوړوالي، په تهداب کې د 4.5 متره او په سر کې د 80 سانتي متره سور سره جوړیږي، چې پکې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شي، د (0.95) کیلومتره آبګیر ساحې په درلودلو سره شاوخوا 4500 متره مکعب اوبه به زیرمه، په کلني ډول د شاوخوا 2300 متره مکعب په اندازه د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.  

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu