دانرژی او اوبو وزارت او د آلمان همکاری موسسه د همکارۍ تړون لاسلیک.

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۹:۳۸
mew

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی او فرانک فیشنر په افغانستان کی د آلمان دGIZ دفتر د انرژي سکټور پرمختیایي برنامو رییس تر مینځ د همکارۍ تړون د 264 میلیونو افغانۍ په ارزښت د انرژی او اوبو په وزارت کی لاسلیک شو.
دا تړون د افغانستان د نوی کیدو وړ انرژۍ د پالیسۍ د پلي کولو د اسانتیاوی په موخه لاسلیک شو، چی په دغه اساس د آلمان د GIZ دفتر به په روان کال تر پای پورې د 264 میلیونه افغانۍ په تخنیکي سکتورو او د ظرفیت لوړول د بریښنا تولیدولو لپاره د نوی کیدوسرچینو په وسیله افغانستان سره همکاری کوي.
د دی تړون د لاسلیک کولو په جریان کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د آلمان د ملګری هیواد د همکاریو څخه ستاینه وکړه او د تړون لاسلیک کول د افغانستان د تجدید پذیر انرژۍ په پروژو کې د پانګه اچونه په لور یو مهمه ګام ده.
په ورته وخت کې ښاغلي فرانک فیشنر افغانستان دولت ته د آلمان دولت په ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د آلمان حکومت ژمن دی چې د کورني سرچینو څخه د بریښنا تولید د ودې په موخه په افغانستان کی د انرژۍ سکټورو په برخه کی خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په تیرو وختونو کې په افغانستان کې د آلمان د همکاریو دفتر، د انرژۍ او اوبو په سکتورو کې د انرژۍ او اوبو وزارت سره همکاري درلودله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې مخ په بشپړېدو دي

۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د یاد ولایت په سید آباد ولسوالي کې د بدګک کلي چکډیم او د برکي کانال پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند ودانیزې چارې ۲۶ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه چې په بېلابېلو برخو کې روانې دي،. . .

بیرته تګ

User account menu