داوبو په اړه ځانګړی ناسته.

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۹:۱۵
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجینر خان محمد تکل:
د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون عمومي شرکت خپل ډیری فعالیتونه د سطحي اوبو سرچینو په ځانګړي توګه د لوګر، پنجشیر او قرغې اکوفیرنونو څخه کابل ته د اوبو رسولو د عملی پلان باندې تمرکز وکړئ.
په کابل ښار کې د اوبو تامین په اړه د تیرو تخنیکي غونډو په لړ کې، د روان کال د زمري میاشتې په «۲۳» نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ تخنیکي غونډه د کابل ولایت مرستیال په حضور سره د کابل ښاروالۍ، د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت او د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې استازو په ګدون په دې وزارت کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې ښاغلی تکل د غونډه غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت له استازو وغوښتل چې د کابل ښار په کچه د اوبو رسولو د شبکې پلان تشریح کړي.
د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت، تخنیکي رییس ښاغلی انجنیر محمد لطیف مظفرخیل، د دې ادارې د اوبو رسولو شبکې پلان د پریزنټشن وړاندې کولو سره وویل: موږ هڅي کوو چې ژر تر ژره د ځمکني اوبو او سطحې اوبو سرچینو لکه د لو ګر، علاوالدین پنجشیر او د قرغه اکوفیرنونو څخه د اوبو رسولو میزان په راتلونکو کلونو کې وده ورکړو.
د اوبو مرستیال ښاغلی انجینر خان محمد تکل د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون عمومي شرکت استازو ته ټینګار وکړ ترڅو خپل ډیری فعالیتونه د سطحي اوبو سرچینو په ځانګړي توګه د لوګر، پنجشیر او قرغې اکوفیرنونو څخه کابل ته د اوبو رسولو د عملی پلان باندې تمرکز وکړئ.
ښاغلی تکل د کابل ښار د اوبو ارزښت ته په اشارې له کابل ښاروالۍ او د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې استازو څخه وغوښتل چې د کابل ښار د اوبو تامینولو په پروسه کې د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون عمومي شرکت سره همکاري وکړي.
دا په داسي حال کی دی چی په کابل کې د اوبو د تامینولو په موخه متعددی ناستې د دې وزارت د اوبو مرستیال، د کابل ښاروالۍ، د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون عمومي شرکت او د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې استازو ترمنځ ترسره شوی خو پدی وروستی کې د مسلې د دیر ارزښت په پاملرنه او د اوبو مرستیال په تینګار سره، په کابل ښار کې د اوبو رسولو ستونزه د حلولو لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت جدي پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu