د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو له قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۱:۵۴
1

د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا سید محمد شرافت د کندهار ولایت د اوو ولسوالیو له قومي مشرانو او میرابانو سره وکتل او د دهلې بند د اوبو د ښه تنظیم، عادلانه وېش ، ورڅخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې  او په یادو ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د دهلې بند د اوبو د خوشي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه یادو مشرانو او میرابانو یادو ولسوالیو ته  د دهلې بند د اوبو د نه رسېدو اړوند خپلې ستونزې له ښاغلي شرافت سره شریکې کړې.

ښاغلي شرافت په دې ناسته کې یادو مشرانو او میرابانو ته د دهلې بند د اوبو د عادلانه وېش په هکله ډاډ ورکړ او د یاد بند د اوبو د خوشي کولو په هکله اړینې پریکړې او تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu