د افغانستان د سوداګریزو او ودانیو د فرصتونو یولسم کنفرانس په مرمرین ماڼۍ کې ترسره شو.

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۸ - ۱۳:۵۵
mew

د افغانستان د سوداګریزو او ودانیو د فرصتونو یولسم کنفرانس په مرمرین ماڼۍ کې ترسره شو.
دا کنفرانس د ولسمشر د ستر سلاکار محمد یوسف پشتون، د اوبو او انرژی وزارت سرپرست انجنیر محمد ګل خُلمی، د ساختمانی شرکتونو د رییسانو او غړو او د مربوطه اداراتو د استازو أه ګدون په مرمرین ماڼۍ کی ترسره شو.
په دی کنفرانس کې د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی په افغانستان کی د سوداګرۍ او ساختماني فرصتونو او په دې اړه د اوبو او انرژی وزارت په رول خبرې وکړی او وی ویل: د اوبو او انرژۍ وزارت یو اړینه موخه دا ده چی د خصوصي سکټورنو سره په بشپړی همغږۍ او همکاری کې، د بنسټیز پراختیا لپاره فعالیت ولری. 
ښاغلي خلمی زياته کړه چې تر اوسه پورې د اوبو او انرژې وزارت د خصوصي سکټورنو د لاری پنځه بنسټيزی پروژی پیل کړي، چی دغه پروژی د عامه او خصوصي ګډون له لارې د کورني سرچینو څخه د بریښنا د تولید لپاره 300 میلیون ډالرو نه ډیر ارزښت لري. ښاغلي خُلمی زياته کړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت لومړی دولتی اداره ده چې د ودانیزو شرکتونو د اتحادیې سره د تفاهم یاد داشت لاسلیک کړي دی او د ساختماني شرکتونو له اتحادیې چارواکو څخه یی غوښتنه وکړه چی د کار د قانون او د بازار د غوښتنی په مطابقت کی خپل فعالیتونه ترسره او همغږی کړی ترڅو د همکاری په برخه کی لازمی اسانتیاوی رامنځته شی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu