د انرژي زونونو آمرینو ته د لمریزې او بادي سرچینو څخه د برېښنا د تولید لومړنۍ سروې فورمونو  په هکله ښوونیز پروګرام وړاندې شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۵:۷
1

یاد پروګرام چې د پایدارې انرژي ریاست او د انرژي زونونو د انسجام ریاست له خوا ترسره شوی وو، د انرژي زونونو آمرینو ته  د لمریزې او بادي سرچینو څخه د برېښنا د تولید لومړني سروې فورمونو په هکله لازم معلومات وړاندې شول.

په دې ورکشاپ کې د پایدارې انرژي رئيس ښاغلي مؤمن بسمل په کره توګه د پروژو سروې په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې اوسمهال د پروژو په ساحو کې بشپړ امنیت موجود دی او انجنیران باید په ټولو ولسوالیو او ولایتونو کې د پروژو د سروې پر وخت د لازیاتې پاملرنې څخه کار واخلي.

همدارنګه د انرژي زونونو د انسجام رئيس ښاغلي محمد حکیم سمسور د لومړنیو تخنیکي سروې ګانو د لا ښه ترسره کولو لپاره د انرژي زونونو آمرینو ته لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

بیرته تګ

User account menu