د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۱:۵۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د بېلابېلو اداري او تخنیکي موضوعاتو د چارو د انسجام او چټکتیا، په انرژي سکتور کې د غوره چوپړونو د وړاندې کولو او د انرژي د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه معینیت د برنامو د لا غوره پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې په بشپړه او هر اړخیزه توګه د پورتنیو موضوعاتو په هکله بحث وشو او وروسته، د انرژي محترم معین اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu