د انرژي معینیت اونیزه ادارې او تخنیکي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۳:۴۸
1

دغه ناسته د انرژي معینیت د غونډو د سرپرست او د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې، په غور ولایت کې د برېښنا رسونې په پروژه کې د پانګونې د چارو د وضعیت د پرمختګ، د انرژي په پروژو کې د خصوصي پانګونې په برخه کې د آزادې سیالۍ لپاره د زمینې د چمتوکولو په موخه د اړینو آسانتیاوو رامنځته کول، د کمېټو ترمنځ د نویو پروژو د پېژندنې، سروې او ډیزاین په برخه کې د همغږیو رامنځته کول او د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا په پروژه کې له عوفي بهرام شرکت سره د پانګونې د چارو په پرمخ وړلو کې د همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو او مسؤلینو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه وړاندې کړل او د چارو د لا غوره پرمخ وړلو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu