د اوبو او انرژي سرپرست وزیر بادغیس ولایت ته د دغه ولایت د اوبیزو سرچینو د لیدلو په موخه په سفر ولاړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۲:۱۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار ولي مزمل او تخنیکي ټیم  په ملتیا ، بادغیس ولایت ته د دغه ولایت د اوبیزو سرچینو د لیدلو په موخه په سفر ولاړ.

په دغه سفر کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له مرغاب سیند څخه د لېدنې او د دغه سیند د اوبو د مدیریت او د اوبو ذخیره کولو بندونو جوړولو د تخنیکي مطالعاتو، د برېښنا تولید او د اوبو لګولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکاري د ژمنې ترڅنګ یې د بادغیس له مرستیال والي محترم مولوي غلام محمد او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسؤلینو سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د اوبیزو سرچینو د مدیریت او برېښنا د تولید په هکله خبرې، اترې وکړې.

همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه سفر کې د مرغاب سیندیزې فرعي حوزې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د هغوی د ستونزو اورېدو ترڅنګ، هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې ورسپارل شوې دندې په بشپړه ریښتینولۍ او پر وخت سره ترسره کړي او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د ټولګټو خدمتونو د ترسره کولو په ځانګړې توګه د اوبو د مدیریت او د اوبیزو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې ټینګ هوډ لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu