د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بخش آباد بند د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هرات مرستیال والي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین محترم حیات الله مهاجر فراهي، د فراه ولایت د مرستيال والي  محترم مولوي عبدالکریم «جهاديار»، امنيه قوماندان محترم مولوي عبدالظاهر «خادم»، علماوو شورا غړو، د فراه رود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا برهان الدین «مينوال»، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست رئيس محترم مولوي عبدالمجید «صميم»، د اطلاعاتو او کلتور رئيس محترم محمد عبدالحي «سباوون»، د فراه رود ولسوال محترم ملا محمد صادق «جهادمل»، علماء کرامو، قومي مخورو او يو شمېر نورو سيمه ييزو مسؤلينو په ملتیا د بخش آباد بند د چارو له بهیر څخه له نږدې لېدنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي بند د چارو د لېدنې پر مهال د دغه بند چارو بیا پیل د ا.ا.ا د مشرتابه، ریاست الوزرا، اقتصادي مرستیال، د دغه وزارت او اړوند شرکت د هلو، ځلو پایله وبلله او زیاته یې کړه، چې د بخش آباد بند په رغنیزو چارو کې د پام وړ پرمختګ راغلی او هڅه باید وشي، ترڅو د بند دوهم او اصلي پړاو ته لاره و موندل شي او رغنیزې چارې یې پیل شي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر همدغه راز وویل چې، د بخش آباد بند نه یوازې یوه بنسټیزه پروژه ده، بلکې د فراه د خلکو ستره اړتیا، د ا.ا.ا او د دغه وزارت د رهبري له لومړیتوبونو څخه  وبلله، چې د نوموړي بند ژر تر ژره رغېدو لپاره د ا.ا.ا مشرتابه او همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت رهبري ګړندۍ هڅې روانې کړې دي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر همدارنګه د بخش آباد بند شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د لومړي پړاو د رغولو چارې دې په چټکۍ سره پرمخ یوسي، ترڅو دوهم پړاو ته لاره هواره شي او زیاته یې کړه، چې د بخش آباد بند لپاره کافي بودجه او وړتیا شتون لري او ترڅنګ یې یو شمېر نور انجنیران او ماشینرۍ هم را رسیدلي دي، هیله شته چې د دغه بند چارې لا ګړندۍ شي.

په ورته مهال، د فراه ولایت یو شمېر قومي مشرانو بيا له ياد بند سره د کړو مالي همکاريو او ژمنو د ډاډ او همدارنګه له بند څخه د سرپرست وزیر له نږدې لیدنې څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ زياته کړه، چې د یاد بند په هکله پخپلو ژمنو باندې ولاړ  او د خپل سر په بدل کې به خپلې همکارۍ ګړندۍ ساتي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu