د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکي علماو او پانګوالو له یوې ډلې  سره په لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۶:۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د علماو او پانګوالو له یوې ډلې سره وکتل او په هېواد کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او په غه هېواد کې د انرژي د تولید لپاره کافي سرچینې هم شتون لري.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې د اړینو آسانتیاو رامنځته کولو ته ژمن دی او خپله ټوله هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې د پانګوالو ځان او مال له هرې خطرې څخه خوندي وي.

په ورته مهال، ترکي پانګوالو هم وویل، هوډ لري چې په افغانستان کې د انرژي د پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۵۵
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۵۲
Background image

بیرته تګ

User account menu