د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د شمال عمومي سیندیزې حوزې او د بلخ فرعي سیندیزې حوزې له کارمندانو او مسؤولینو سره لیدنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د اوبو او انرژي وزارت سلاکار، ډاکټر محمد فاروق اعظم او د شمال عمومي سیندیزې حوزې رئیس، انجنیر رفېع الله مجتبی او د بلخ فرعي سیندیزې حوزې رئیس، مولوي موسی جان حقبین او د نوموړو حوزو ځینو کارمندانو هم شتون درلود، د یادو سیندیزو حوزو له کارمندانو سره وکتل.

د نوموړو سیندیزو حوزو مسؤولینو په یادو حوزو کې د اوبو او انرژي د پروژو او خپلو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او همدارنګه یې خپل وړاندیزونه او ځینې ستونزې د یاد وزارت سرپرست وزیر ته وړاندې کړلې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست نوموړو مسؤولینو ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو او متوازن انکشاف ته په کتو سره به اړینې کړنې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu