د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې؛ اسلامي امارت د علمي او مسلکي کدرونو ملاتړکوونکی او هڅوونکی دی

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار پوهنتون له یو شمېر ښوونکو سره لیدنه وکړه او د علمي او تخنیکي همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د ننګرهار پوهنتون ښوونکو خپله طرحه ( په افغانستان کې ښه حکومتولۍ او اقتصادي ریفورم) تر سرلیک لاندې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له هغوی څخه وغوښتل چې خپله طرحه دې له تخنیکي مسؤلینو سره شریکه کړي، ترڅو په هر اړخیزه او تخنیکي توګه وڅېړل شي.
ښاغلي منصور په دغه لیدنه کې څرګنده کړه، چې اوسمهال د هېواد د پراختیا او آبادي لپاره له هره پلوه زمینه چمتو ده او د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې د هېواد د علمي او مسلکي کدرونو ملاتړ وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې د هېواد د آبادۍ او پراختیا په لار کې د رښتيني خدمتونو وړاندې کول ملي مسؤلیت دی چې ټول باید په خپل وس سره پکې ونډه واخلي.