د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کنړ له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو ا وانرژي د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د کنړ له والي محترم مولوي قدرت الله ابو حمزه سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د کنړ والي د هغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د وزارت د رهبري مقام سره شریک کړل او په هغه ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کنړ والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د کنړ ولایت د خلکو وړاندیزونو ته د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا د پروژو د پلي کولو په برخه کې رسیدګي وشي.