د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په سعودي عربستان کې د انرژۍ ۱۷م فورم له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
۱۴۴۸/۴/۲۹ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۰ هـ.ل
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب له مل پلاوي سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې د انرژي د ۱۷م نړیوال فورم په څنډه کې د انرژي له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.
محترم وزیر صاحب د یاد نندارتون د لیدنې پر مهال د انرژي د تولید، لېږد، وېش او نوې کېدونکې انرژي په برخو کې له عصري ټکنالوژۍ، پرمختللو تجهیزاتو او نړیوالو تخنیکي نوښتونو له نږدې ولیدل.
محترم وزیر صاحب د دغې لیدنې پر مهال د افغانستان د انرژي سکتور د مسلکي کادرونو لپاره د نړیوالو تجربو ترلاسه کول، له عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا او د انرژي سکتور د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل مهم وبلل.
